د رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا مخکینی ولسمشر بارک اوباما جرمني ته تللی او هلته یې ددغه هېواد له چارواکو سره خبرې کړې دي. نوموړي د المانیانو یوې لویې غونډې ته چې ویل کېږي زرګونه کسان پکې راټول شوي وو، وینا کړې ده. د المان لومړۍ وزیرې له هغه تود هرکلی کړی دی او پر بېلو مسایلو یې اوږده بحثونه کړي دي. ټاکل شوې چې بارک اوباما به له الماني ځوانانو سره وګوري او دوی ته به وینا وکړي. اوباما په اروپا کې په داسې امریکايي ولسمشر معروف دی، چې هڅه یې کړې د امریکا او اروپا ترمنځ اړیکې پیاوړې کړي او اتحاد یې تلپاتې شي.





































