د ننګرهار ځایي چارواکو ویلي چې له نږدې یو کال ځنډ وروسته د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) د خوراکي مرستو ۵۶ باروړونکو لاریو ته اجازه ورکړل شوې چې د تورخم له لارې افغانستان ته ننوځي. د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو آمر، مولوي صدیقالله قریشي، ویلي چې دا له نږدې یوه کال وروسته لومړی ځل دی چې لویو باروړونکو لاریو ته د تورخم له دروازې د تېرېدو اجازه ورکول کېږي. د هغه په وینا، تر اوسه د دغه کاروان ۱۹ لارۍ افغانستان ته داخلې شوې دي او تمه ده چې پاتې لارۍ هم په نږدې ورځو کې هېواد ته ورسېږي. قریشي زیاته کړې چې دغه لارۍ د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د بشري مرستو خوراکي توکي لېږدوي.






































