د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ویلي چې د دغه وزارت سرپرست، شیخ محمد خالد حنفي، په کابل کې د مرکزي زون د اووه ولایتونو له دیني عالمانو، قومي مشرانو او د رسنیو له استازو سره په مشورتي غونډه کې د شرعي قانون د تطبیق او د بېلابېلو قشرونو د همکارۍ پر اهمیت ټینګار کړی دی. د وزارت د خبرپاڼې له مخې، حنفي ویلي چې د شرعي قانون تطبیق یوازې د یوه وزارت مسؤلیت نه دی، بلکې دیني عالمان، قومي مشران، رسنۍ او د ټولنې نور اغېزناک قشرونه هم په دې برخه کې مهم رول لري. هغه زیاته کړې چې د منفي تبلیغاتو له امله به د شریعت د تطبیق له بهیر څخه پر شا نه شي او د خپل دیني مسؤلیت ترسره کولو ته به دوام ورکړي. د خبرپاڼې له مخې، حنفي له رسنیو غوښتي چې د عامه پوهاوي او کره معلوماتو په خپرولو کې همکاري وکړي، او د رسنیو استازو هم د وزارت او رسنیو ترمنځ د پر وخت معلوماتو د شریکولو او د خلکو د شکایتونو د جدي څېړنې غوښتنه کړې ده.






































