د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی دی چې هېواد یې نور ډک شوی دی او غیر قانوني کډوالو لپاره ځای نه لري. ټرمپ دا خبره د امریکا په جنوب کې د مکسیکو پولې ته د سفر پر مهال کړې ده. ټرمپ چې پرون یې د کلیفورنیا په سرحدي ښار کې له یو شمېر چارواکو سره خبرې کولې دغه راز هغو کسانو ته په خطاب کې چې په امریکا کې په غیر قانوني توګه اوسي وویل، بېرته په خپله مخه لاړ شئ. ټرمپ ویلي، ده د خپلې ولسمشرۍ په دوره کې سرحدي امنیت جدي نیولی دی او څو پورې چې خپلې موخې ته رسېدلی نه وي هیڅ ډول فشار ته به غاړه نرمه نه کړي.





































