کابل ښاریان د برېښنا له پرله پسې پرچاوۍ څخه اندېښنه څرګندوي او وايي چې په دې ګرمه هوا کې یې دغه وضعیت ورځنی ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی دی. دوی د برېښنا شرکت له مسوولینو غواړي چې د دې ستونزې د حل لپاره بېړني او اغېزناک اقدامات ترسره کړي. خو برېښنا شرکت د کابل د برېښنا پرچاوۍ ستونزې د حل لپاره د خپلو هڅو په اړه ډاډ ورکوي. دا په داسې حال کې ده چې برېښنا شرکت تر دې وړاندې په هېواد کې د ۱۷ برېښنايي پروژو له تړونونو خبر ورکړی وو او ویلي یې وو چې د راتلونکو درېیو کلونو په ترڅ کې به د دغو پروژو له بشپړېدو سره د هېواد د برېښنا د اړتیاوو لویه برخه له کورنیو سرچینو لکه اوبو، باد، لمر او ډبرو سکرو څخه برابره شي.






































