د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، سید کریم هاشمي، د هند له سفیر سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا پر لارو چارو خبرې وکړې. د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د صادراتو پر زیاتوالي، د سوداګریزو ویزو د اسانتیا، د ترانزیټي همکاریو د پیاوړتیا او د کرنې، کانونو او لاسي صنایعو په برخو کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وشو. دواړو لوریو همدارنګه د ګډو سوداګریزو نندارتونونو د جوړولو، د سوداګریزو پلاوو د تبادلې او د اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره د ګډ کار پر دوام هوکړه کړې ده.






































