عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د ا.ا پلاوي، چې مشري یې د دغه وزارت د خوړو او درملو مرستیال حمدالله زاهد کوله، د ازبکستان د روغتیا وزارت له مرستیال او د درملو د پراختیا ادارې له رییس عبدالله عزیزوف سره کتلي او د روغتیايي همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو د درملو، طبي تجهیزاتو، روغتیايي او خوراکي محصولاتو، د تخنیکي تجربو د لېږد او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخو کې د همکاریو پر زیاتولو خبرې کړې دي. د عامې روغتیا وزارت د اعلامیې له مخې، د ازبکستان لوري دغه وزارت سره د ګډو پروګرامونو د پلي کولو لپاره چمتووالی ښودلی دی.






































