د نورستان ځایي مسوولین وایي، په دغه ولایت کې ۱۹ تاریخي سیمې او لرغوني اثار ثبت شوي دي. دوی زیاتوي، د تېرو جګړو او ناپامۍ له امله د دغو تاریخي سیمو یو شمېر زیانمن شوي او په ناقانونه ډول کیندل شوي دي. د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، د تاریخي سیمو د ساتنې لپاره ځانګړې امنیتي قطعه ګومارل شوې ده. د نورستان اوسېدونکو او تاریخپوهانو د تاریخي سیمو د بیارغونې او ساتنې غوښتنه کړې او دا یې د هېواد د فرهنګي هویت او ګرځندوی لپاره مهمه بللې ده. د دوی په وینا، د تاریخي اثارو ساتنه د راتلونکو نسلونو لپاره د هېواد د تاریخي او فرهنګي میراث د خوندي پاتې کېدو مهمه وسیله ده.






































