د راپورونو له مخې دغه چاودنه کې درې ایراني انجنیران وژل شوي دي. د ایران دولتي رسنۍ وايي چې دغه چاودنه بندر عباس ته نږدې په یوه فابریکه کې شوې ده. دغه فابریکه د ایران دفاع وزارت ته کښتۍ جوړوي. ایراني چارواکي بیا وايي چې چاودنه په یوه اوبتل کې د بېتریو د خرابوالي له امله رامنځ ته شوې ده. ددوی په خبره دغه اوبتل تر کار لاندې و او بېتریو یې چاودنه کړې ده. خو داسې اټکل هم شته چې چاودنه د چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې وي. خو ایراني حکومت په دې اړه تر دې ډېر جزیات نه ورکوي.





































