د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندهیر جایسوال ویلي چې هېواد یې په نورستان کې د سېلابځپلو د ملاتړ لپاره د بشردوستانه مرستو یوه جوپه استولې ده.جایسوال پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه مرستې د وېش لپاره د افغانستان اړوندو چارواکو ته سپارل شوې دي. د نوموړي په وینا، په دغو مرستو کې خوراکي توکي او کورنۍ خیمې شاملې دي، چې د نورستان له سېلابځپلو کورنیو سره د مرستې په موخه لېږل شوې دي. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی چې هېواد یې په دغو سختو شرایطو کې له افغانانو سره ولاړ دی او له زیانمنو کورنیو ملاتړ ته دوام ورکوي.





























