د ایران مذهبي مشر آیت الله خامنه یي د عراق له لومړي وزیر عادل عبدل سره په لیدنه کې ویلي، څومره ژر چې کېږي امریکايي ځواکونه له خپل هېواد وباسئ. دده په خبره امریکايي ځواکونه چې څومره ډېر په یوه خاوره کې پاتې کېږي دومره په هغه هېواد کې ستونزې جوړوي چې بیا یې ایستل ګرانېږي. هغه زیاته کړې امریکا په سیمه کې تر عراق ور اخوا نورې سترې موخې لري او حضور یې د ټولې سیمې په زیان دی. ایراني چارواکو تر دې وړاندې هم په سیمه کې د امریکایي ځواکونو د حضور په اړه دغه ډول اندېښنې څرګندې کړې دي.





































