د خیبر پښتونخوا په ټانک ولسوالۍ کې پر مانجهي خېل امنيتي پوسته د وسله والو په بريد کې د ۱۲ پولیسو په ګډون ۱۵ تنه وژل شوي دي. د پاکستان پوځ وايي، بريد د چاودېدونکو توکو ډک موټر په وسیله شوی دی. د راپور له مخې د بريد له امله د مانجهي خېل امنيتي پوسته په بشپړه توګه نړېدلې او له بريد وروسته ټپي شوي سرتېري نږدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.





























