د چين د دولتي شورا د اطلاعاتو دفتر د جولای د ۲۴مې نېټې په سهار يوه خبري ناسته تر سره کړه. د چين د عامه امنيت وزارت مسؤل پکې يوه احصائیه خپره کړې چې له مخې يې د روان کال په لومړي نيمايي کې چين ته د تلونکو بهرنيانو شمېر ۲۲ میليونه او ۹۱۴ زره تنه ښودلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شل اعشاريه څلور زياتوالی ښيي. په دې لړ کې د هغو بهرنيانو شمېر چې له ويزې پرته چين ته راغلي، ۱۷ میليونه او ۸۱۵ زره تنو ته رسېدلی چې رقم يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې دېرش اعشاريه شپږ زياتوالی موندلی دی. نړيوال سيلانيان او تګ راتګ يې د اقتصادي پرمختګ نوی انجين ګرځېدلی دی.
په تېره بيا له دوبنۍ رخصتۍ راهيسې چين ته د راتلونکو سيلانيانو شمېر مخ په زياتېدو دی. په دې لړ کې د اروپايي سيلانیانو شمېر په ښکاره توګه زيات شوی دی. نو ولې دومره زيات بهرنيان له سختې ګرمۍ څخه د ځانونو خلاصولو لپاره چين ته راغلي دي؟
ډېرو بهرنيو سیلانيزو ډلو د چين د هو نان ولایت له جانګ جيا جيې څخه ليدنه کړې.
د هو نان ولايت د جانګ جيا جيې منظره لرونکې سيمه کې هوا ډېره ښه ده او منظره يې هم ډېره ښکلې او جالبه ده چې له دې امله ډېر سيلانيان دلته راځي. د اروپا او جنوب ختيځې اسيا هېوادونو سيلانيانو دلته هم له نرمو بادونو او ښکلې منظرې څخه خوند اخيستی دی.
د ۲۴۰ ساعتونو لپاره سيلانانو ته له ويزې پرته د راتګ تګلارې په رڼا کې د جانګ جيا جيې ځمکنی بندر دغه ولايت ته د بهرنیو سيلانیانو د داخلېدو مهمه لار ګرځېدلې ده. تر اوسه پورې له دې سيمې څخه اتو هېوادونو او سیمو ته د تګ راتګ ديارلس پروازونه پرانيستل شوي دي. سيلانيان کولی شي چې په دېرشو دقيقو کې په چټکۍ سره له ويزې پرته له دې ځمکني بندره تېر شي او په ازاده توګه پکې سفر وکړي.
له جولای راهيسې د دې سيمې د تیانمن غره د خپلې ځانګړې منظرې په اتکأ سره د نړۍ ډېر سيلانيان راجلب کړي دي او پکې د سيلانيانو ورځنی شمېر ۱۵ زره ښودل شوی دی. په دې لړ کې د بهرنيو سيلانيانو شمېر په سلو کې پنځلس برخه نيولې ده چې رقم يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۵۱ اعشاريه ۷۲ زياتوالی ښيي.
د چين د جي لين د چانګ بای غره هم ډېر بهرني سيلانیان راجلب کړي دي.
د چانګ بای غره د جي لين ولایت نمونوې ايکولوژیکي سيمه ګڼل کېږي. په تېرو لسو کلونو کې له جون څخه تر اګست پورې د دې غره د تودوخې منځنۍ درجه له ۲۲ څخه کمه ده. اوس دغه غر د دې مناسبې هوا له امله د سيلانیانو لپاره د هرکلي وړ ګرځېدلی دی.
د دې غره د اداري کمېټې د شمېرنې له مخې له جولای راهيسې دغه غره ته د راتلونکو سيلانيانو ورځنی شمېر له دېرش زرو څخه اوښتی او سيلانیز او مصرفي حیاتي ځواک پکې ښکاري. د معلوماتو له مخې سیلانیان له بېجينګ څخه چانګ بای غره ته سفر کوي، د اورګاډي په وسيله يوازې د څلورو ساعتونو مزل ته اړتيا لري، نو دا هم د سيلانیانو لپاره ډېرې ترانسپورتي اسانتیاوې برابروي.
د چین حکومت سيلانیانو ته له ويزې پرته د راتګ تګلاره پلې کړې او د راتلونکو سيلانیانو لپاره يې ځانګړی سيلانيز خدمتونه کړي چې همدا د دوبنۍ رخصتۍ په موده کې د بهرنيو سيلانيانو د زياتوالي سبب شوی دی.
بهرني سيلانیان د چين په ډېرو سيمو کې د ايرکنډيشنرونو له سړتيا څخه برخمن شوي دي.
د دوبنۍ رخصتۍ راهيسې له نهو اروپايي هېوادونو څخه تر شن جن ښار پورې څو نړيوالې الوتنې هم د هرکلي وړ ګرځېدلې دي. د شن جن د سرحدي څارنې عمومي ادارې د شن جن هوايي ډګر د سرحدي څارنې بندر يوه شمېره خپره کړې چې له مخې يې له جون راهيسې د دې ځمکني بندر له لارې چين ته د راتلونکو اروپايي سيلانیانو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۳۱ اعشاريه ۶ زياتوالی ښودلی دی.
يوه برېټانوي سيلاني ويلي چې که څه هم د شن جن ښار هوا دېره ګرمه ده خو د دې ښار په ګوټ ګوټ کې ايرکنديشنرونه نصب شوي، نو د کوټې په دننه کې ډېره يخه هوا ده.
په چين کې د شيانو د اخيستلو په ترڅ کې د تاديې د اسانتیاوو او بېرته بهرنيو سيلانیانو ته د تعرفو د ورکولو د تګلارې په غوره کېدو سره چين ته د بهرنيانو سفرونه مخ په زياتېدو دي او د دوبنۍ رخصتۍ په موده کې چين ته د دغو بهرنيو سيلانیانو د سفرونو توده څپه هم د دغه هېواد د سيلانيز بازار جاذبه ښکاري.





























