د ۲۰۲۶ کال د ايپېک(APEC) د مصنوعي ځيرکتيا لوړ پوړی فورم د جولای په ۲۴مه نېټه د چين د سه چوان ولايت په مرکز چنګدو ښار کې تر سره شو، چې په ترڅ کې يې «د ايپېک د مصنوعي ځيرکتيا لوړ پوړي فورم لخوا په اسيا او ارام سمندر سيمو کې د اړوندو چارو پرمختګ د هڅونې اعلاميه» خپره شوه.
دغې اعلاميې د امنيتي پرمختګ، مسؤلانه ترتيباتو، نوښتګرې فضا او د ټولو ګټو همکارۍ په شمول څلورو برخو کې د ايپېک تر چوکاټ لاندې د اړوندو همکاریو راتلونکی نقشه ټاکلې ده.
د دغه نړيوال سازمان د غړو اقتصادونو، سکرتريت، د صنعتي او سوداګريزې سلامشورې شورا او څارونکو په ګډون د حکومتونو، تصديو او نړيوالو سازمانونو کابو ۴۰۰ تنو استازو په دغه فورم کې ګډون کړی دی.





























