د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ژمنه کړې چې که په راتلونکو ټاکنو کې بریالی شي نو لویدیځه غاړه کې به یهود مېشتې سیمې له اسراییل سره یو ځای کړي. نتانیاهو پرون د اسراییل له یوې ټلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي، لکه څنګه چې یې د بیت المقدس ختیځې سیمې او د جولان غرونه له خپلې خاورې سره یو ځای کړې دا کار به هم وشي او په دې اړه خبرې روانې دي.





































