د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وایي، چې د دغه ولایت د زندهجان ولسوالۍ د تورې ډبرې کان لومړۍ محموله د یوه شرکت له لوري د ۱۰۰ زره ډالرو په ارزښت امریکا ته لېږل شوې ده. د هرات ولایت د مقام مطبوعاتي دفتر نن په خپله ایکس پاڼه کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دا د افغانستان د صادراتي ډبرو لومړۍ محموله ده. په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه محموله د هرات ولایت د زندهجان ولسوالۍ د تورې ډبرې کان محصولات دي، چې د هرات د صنایعو خونې له لارې د امریکا بازار ته صادرې شوي دي. سرچینې زیاته کړې، چې دا اقدام د هېواد د معدني محصولاتو د صادراتو د پراختیا او نړۍوالو بازارونو ته د افغانستان د حضور د پیاوړتیا په برخه کې یو مهم ګام بلل کېدای شي.





























