د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) وايي، په نورستان کې وروستیو سېلابونو ځپلو ښځو ته روغتیايي او رواني ـ ټولنیز خدمات وړاندې کوي، څو د دغې طبیعي پېښې له اغېزو سره په مبارزه کې ورسره مرسته وشي. دغه بنسټ په اېکس کې لیکلي، سېلابځپلې ښځې د روغتیايي او ملاتړو خدماتو له لارې د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو او له سختو شرایطو څخه د وتلو لپاره مرسته ترلاسه کوي. یاد بنسټ زیاته کړې چې دغه خدمات د همکارو بنسټونو او د بریتانیا او د چین د نړیوالې پراختیايي ادارې په ملاتړ وړاندې کېږي. دا په داسې حال کې ده چې د نورستان وروستیو سېلابونو د ځاني زیانونو ترڅنګ کورنیو، په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته، پراخ مالي زیانونه هم اړولي دي.





























