د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکړی چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې سخت بارانونه، ناڅاپي سېلابونه او د ځمکې ښویېدنې ښايي ناچاوده مهمات رابرسېره کړي او د خلکو او مرستندویانو ژوند له خطر سره مخ کړي. اوچا په خپل تازه راپور کې ویلي، وروستیو بارانونو او سېلابونو د هېواد مرکزي، ختیځې او سوېلختیځې سیمې اغېزمنې کړې او نورستان لا هم د اغېزمنو ولایتونو په سر کې دی. د راپور له مخې، د ناچاودو مهماتو راڅرګندېدل د ژغورنې او بشري مرستو بهیر له اضافي خطرونو سره مخ کوي. د چارواکو په وینا، د نورستان په وروستیو سېلابونو کې لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه او شاوخوا ۸۰ نور ټپیان شوي دي.





























