سلګونه بلوڅ بېلتونپالو او نورو لږکیو په واشنګټن کې لاریونونه کړي وو او د پاکستاني پوځ او حکومت ظلمونه یې وغندل. دوی ویل، چې پاکستانی پوځ او ددغه هېواد اوسنی حکومت ظالمان دي او پر لږکیو او هغو خلکو سخت ظلمونه کوي چې د ازادۍ او خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي. بلوڅ بېلتونپال وایي دوی غواړي چې د پاکستاني پوځ له دې ناخوالو ازادي واخلي. لاریون کوونکو پر نړیوالو فعالو ادارو هم غږ وکړ، چې ددوی غږ بدرګه کړي او په پاکستان کې پر لږکیو او بېلتون غوښتونکو د روانو وحشتونو په اړه خپل غبرګون وښيي.





































