په یمن کې د سعودي عربستان تر مشرۍ لاندې د ایتلافي ځواکونو په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژلي او تر سلو ډېر نور ټپیان دي. چارواکي وایي دا بریدونه پرون د یمن په پلازمېنه کې د وسله والو تر کنټرول لاندې سیمو کې شوي دي. د ځایي روغتونونو مسوولینو ویلي چې دا بریدونه په یو ښوونځي شوي دي او زیاتره قربانیان یې ماشومان دي. د سعودي تر مشرۍ لاندې ایتلاف بیا په یاده سیمه کې د هوایي بریدونو راپورونه رد کړي دي.





































