امریکا ته ایراني پوځيانو نوی خبرداری ورکړی دی. وروسته له دې چې امریکا په تور لېست کې د سپاه پاسداران د شاملولو خبره وکړه ایران هم خپل غبرګون ښودلی دی. د ایران د سپاه پاسداران قومندان محمد علي جعفري وایي، که امریکا د ایران انقلابي ځواکونه یا سپاه پاسداران په تور لېست کې شامل کړي، نو د امریکایي ځواکونو امنیت ته به خطر پېښ شي. دده په خبره امریکا به په لودیځه اسیا کې خپل امنیت له لاسه ورکړي او ددې تر څنګ به دوی ته نورې ستونزې هم را ولاړې شي. ایراني چارواکي نه دي ویلي چې څنګه به د امریکا امنیت ګواښي، خو امریکا د ایران پر دغه تازه څرګندونو تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی. امریکا غواړي د ایران سپاه پاسدران د ترهګرو ډلو په تور لېست کې شامل کړي. واشنګټن ادعا کوي چې دغه ډله په ټوله سیمه کې د ترهګرو ډلو په ملاتړ بوخته ده.





































