په پاکستان کې د بشري حقونو کمیسیون ویلي، په بلوچستان کې د شخړو نوې سیمې پرانیستل شوې دي او هڅه کېږي چې ترهګري پښتون مېشتو سیمو ته ولېږدول شي. یاد کمیسیون ویلي دوی ډېری داسې موارد د شواهدو په توګه په لاس کې لري چې ښیي د پنجاب اداره هڅه کوي د بلوڅو د فشارونو له امله ترهګر او ترهګري د پښتنو سیمو ته انتقال کړي. دوی زیاتوي پاکستان دې په یاد هېواد کې مېشتو ټولو قومونو ته په یوه سترګه وګوري او ورسره دې توپیري چلند نه کوي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم په یاد هېواد کې مېشتو لږکیو پر پنجابي ادارې ورته تورونه لګولي وو خو پاکستانی حکومت بیا دا تورونه ردوي او وایي دوی هڅه کوي پر ترهګرو کړۍ تنګه کړي او کله ناکله د ترهګرو پر وړاندې عملیاتو کې عام خلک وژل کېږي چې دا په هیڅ صورت له پښتنو او یا نورو لږکیو سره د تشدد په مانا نه شي کېدای.





































