امریکا د ایران انقلاب ساتونکی ځواک یا سپاه پاسداران د ترهګرو ډلو په تور لېست کې شامله کړه. د امریکا ولسمشر تېره ورځ په یوه ټوېټ کې وویل، چې رسما سپاه پاسداران د ترهګرو په لېست کې شامله کړل شوه. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بیا ویلي، چې د ایرانیانو د ازادۍ او پرمختګ لپاره یې دا کار کړی دی. دده په خبره سپاه پاسداران د ایرانیانو ازادي ترې اخیستې ده. دده په خبره په یوه اونۍ کې به په تور لېست کې د سپاه پاسداران د شاملولو پروسه بشپړه شي. دغه مسئلې غبرګونونه هم له ځان سره لرلي دي. ایران وايي د امریکا دغه کار له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده. اسراییلو بیا د امریکا ددغه پرېکړې هرکلی کړی دی او بحرین هم د امریکا دغه کار پر ځای او مهم بللی دی.





































