سعودي عربستان د امریکا ددې اقدام هرکلی کړی دی چې د ایران د سپاه پاسداران ځواک یې د ترهګرو ډلو په لیست کې شامل کړی دی. د سعودي د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د امریکا دا پرېکړه د تروریزم خلاف مبارزه کې یو جدي اقدام دی. سعودي په سیمه کې د ایران تر ټولو ستر سیال هېواد دی او دواړه د سوریې او یمن د جګړو په ګډون په سیمه ییزو جګړو کې د یو بل ضد دریځونه لري. دا په داسې حال کې ده چې ټرمپ پرون د ایران سپاه پاسداران ځواک د ترهګرو ډلو په لیست کې شامل کړي دي او ایران بیا د امریکا ددې اعلان په غبرګون کې په منځني ختیځ کې مېشت امریکایي ځواکونه د هغو ډلو په لیست کې شامل کړي دي چې ایران یې ترهګر بولي.





































