د ایران ستر مذهبي مشر ایتالله علي خامنه یي ويلي، امریکا د تروریستي ډلو په نوملړ کې د ایران د سپاه پاسداران ځواک په شاملولو سره ناوړه ګام پورته کړی دی.
د ایران یوه دولتي ټلوېزیون د خامنه یي له قوله ویلي، چې سپاه پاسداران د ایران د اسلامي جمهوریت د دښمنانو ضد جبهه ده.
بلخوا د ایران ولسمشر حسن روحاني هم د تروریستي سازمانونو په نوملړ کې د ایران د سپاه پاسداران ځواک د شاملولو په اړه، د امریکا پرېکړه غندلې ده.
روحاني تېره ورځ په یوه ټلوېزیوني وینا کې ویلي، چې د امریکا دا پرېکړه یوه خطا ده او متحده ایالتونه د نړۍ د ترورېزم رښتینې مشري کوي.
نوموړي زیاته کړې: «تاسو فکر کوی چې د سپاه پاسداران انقلاب پر ضد خبرو سره به په ایران کې اختلافات پیدا کړی؟ د سپاه محبوبیت به کم شي؟ تاسو باید پوه شی چې د ایران د خلکو په زړونو او په سیمه کې چې نن د سپاه کوم محبوبیت دی، هغه به تر بل هر وخته زیات شي».
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړمه ورځ د ایران سپاه پاسداران ځواک، د نړیوالو تروریستي ډلو په نوملړ کې شامل کړ. دا لومړی ځل دی چې امریکا د یوه بل هېواد پوځ په تروریستي نوملړ کې شاملوي، خو د ولسمشر ټرمپ د دې پرېکړې مخالفین وايي، چې له دې سره به نورو هېوادونو ته هم پلمه په لاس ورشي، چې د امریکایي ادارو او چارواکو پر وړاندې ورته ګامونه واخلي.
که څه هم تر دې وړاندې امریکا ځینې کسان او ادارې له سپاه پاسداران سره د اړیکو په تور په دغه نوملړ کې شامل کړي، خو دا لومړی ځل دی چې دغه ځواک د ترهګرو په نوملړ کې شاملوي.





































