د هند پارلماني ټاکنې سبا د پنجشنبې په ورځ پیلیږي او تر یوې میاشتې به دوام وکړي. په دغو ټاکنو کې د صدراعظم نریندرا مودي ملتپاله بهارتیا جناتا یا بي جي پي گوند او انډین نیشنل کانگرس چې مشري یې راهول گاندي کوي، سیال گوندونه دي. په هند کې شاوخوا اته سوه میلیونه خلک په ټاکنو کې د برخه اخیستو شرایط پوره کوي. په تېرو پارلماني ټاکنو کې شاوخوا پنځه نیم سوه میلیونه خلکو رایې ورکړې وې. نریندرا مودي د کمپاین په مهال د ډیرو بحث پارونکو مسلو لکه د بې روزگارۍ او د کلیوالي ستونزو په اړه خبرې کړي دي.





































