د بښنې نړیوال سازمان د اعدام د اجرا شوو حکمونو په اړه یو راپور خپور کړی دی. په دغه راپور کې راځي چې په تېر ۲۰۱۸ کال کې د تېرو لسو کلونو په پرتله د اعدامونو کچه ټيټه وه. سرچینه کاږي چې تېر کال ۶۹۰ کسان د نړۍ په ۲۰ هېوادونو کې چې چین نه پکې شاملېږي اعدام شوي دي. چین د اعدام شوو کسانو شمېر له رسنیو او بنسټونو سره نه شریکوي. د بښنې نړیوال سازمان وایي چې د نړۍ ۷۸ سلنه اعدامونه په سعودي عربستان، ایران، ویتنام او عراق کې ترسره شوي دي. ایران تر چین وروسته د اعدامونو لوړ شمېر لري. په راپور کې راځي چې تېر کال په ایران کې ۲۵۳ کسان اعدام شوي دي.





































