د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان ته پر ټلفون ویلي چې امریکا او سعودي باید په ګډه پر ایران فشارونه ډېر کړي. سپینه ماڼۍ وایي، د امریکا ولسمشر ټرمپ، محمد بن سلمان ته ټلفون کړی دی او ورسره یې په منځني ختیځ کې د سعودي پر رول، پر ایران د فشارونو پر زیاتولو او بشري حقونو خبرې اترې کړې دي. د سرچینې په خبره ټرمپ محمد بن سلمان ته ویلي چې پر ایران به د فشارونو کړۍ نوره هم تنګوي. سعودي په یمن کې د ایران پلوه شعیه حوثي ملېشه ځواکونو پر ضد د عربي ایتلاف مشري کوي.





































