د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ددغه هېواد په ټاکنو کې د بري اعلان کړی دی. هغه ویلي، ده یو ځل بیا د اسراییلو په ټاکنو کې بریا خپله کړه چې په خبره یې دا د اسراییلو د ډېر باور ښکارندویي کوي. د اسراییل پارلمان وایي، د نتانیاهو لیکود ګوند د یاد هېواد په پارلمان کې ۶۵ څوکۍ ګټلې دي. که څه هم نوموړی په یوازي سر د دومره شمېر څوکیو په ګټلو بریالی نه شو خو ځینو وړو ګوندونو ورسره د ایتلاف ژمنه وکړه او هغه یې یو ځل بیا تر لومړي وزارته ورساوه. نتانیاهو هغه څوک دی چې په سیمه کې د ایران ضد دریځ لري او د امریکا نږدې متحد بلل کېږي.





































