د خیبرپښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې د پروني تېز باران او توپان له امله لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر نور ټپیان دي. تېره ورځ د پښتونخوا په مردان، چارسده، صوابۍ، خیبر او ځینې نورو سیمو کې د توپان په ملتیا درانه بارانونه شوي دي او یادو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. ویل کېږي چې په یاده سیمه کې د برېښنا پایې له بېخه ایستل شوې او دغو سختو توپانونو ګڼ کورونه هم نړولي دي. د پېښور روغتیایي چارواکو ویلي چې ټپیان روغتونونو ته استول شوي او روغتیایي وضعیت یې د اندېښنې وړ نه دی.





































