امریکايي سناتورانو تېره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو او ددفاع وزیر مجلس ته وربللي وو. دوی د ایران په اړه د ټرمپ د وروستي اقدام او همدا راز د افغان سولې په اړه له یادو امریکایي چارواکو پوښتنې لرلې. امریکایي سناتوران وېره لري چې ښايي ټرمپ پر ایران برید وکړي خو مایک پمپیو ددغه ډول پوښتنو په اړه چوپتیا غوره کړې ده. هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې په دې اړه به قانون ته په کتو امریکايي قانونپوهان پرېکړه کوي. خو امریکايي سناتورانو ویلي، چې امریکا د استازو له اجازې پرته تېرو مصوبو ته په کتو پر ایران برید نه شي کولی او ټرمپ باید پر دې مسئله سر خلاص کړي. خو مایک پمپیو بیا وايي چې ایران له القاعده سره اړیکه لري او دغه ډلې ته یې د فعالیت زمینه هم برابره کړې وه، نو له همدې امله به سخت فشارونه ورباندې راوستل شي.





































