د ونزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو وایي، په امریکا کې د ادولف هټلر پیروان حاکم دي او په زور پر خلکو حکمراني کوي. هغه د ونزویلا پر دولتي ټلویزیون د وینا پر مهال ویلي، فاشیستان او متعصبین په امریکا کې حاکم دي او په ونزویلا کې حکومت د خلکو په لاس کې دی او اصل د ډیموکراسي دوی پلی کوي. نوموړي زیاته کړې، مایک پنس، دی له هټلر سره مقایسه کړی دی او د ټولې نړۍ خلکو ته یې د ده پر وړاندې د درېدلو خبره کړې ده خو په وینا یې دی نه بلکې خپله امریکایان د هټلر پیروان دي او په زور غواړي پر خلکو ځانونه ومني. نوموړي دغه راز زیاته کړې، ونزویلا هغه ملت نه دی چې په ټوله نړۍ کې نظامي اډې ولري او نور هېوادونه اشغال کړي، بلکې دی یو انسان دوسته سړی دی او د خلکو په خوښه واک ته راغلی دی.





































