وسله والو طالبانو د بار وړونکو موټرو چلوونکي له ځان سره بېولي دي. د سمنګانو ولایت د ولایتي شورا رییس وايي چې وسله والو طالبانو نن سهار ددره صوف-مزار پر لار باروړونکي موټر درولي دي او ددوی نږدې ۶۰ کسه چلوونکي یې له ځان سره بېولي دي. دده په خبره ددغه پېښې لامل نه دی روښانه شوی او نه هم وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ویلي دي. هغه زیاته کړې چې وسله والو طالبانو ددره صوف ولسوالۍ سره نږدې په ریګ کوتل کې سل بار وړونکي موټر درولي دي او یاد کسان یې له ځان سره بېولي دي. هیره دې نه وي چې دغه موټرونه تر ډېره ددره صوف کان ډبرو سکاره کابل او نورو ولایتونو ته لېږدوي.





































