د اداري فساد پرضد د مبارزې بنسټ مسئولینو په یوه خبري غونډه کې وویل، چې لاهم عام خلک په دولتي ادارو کې د قانوني کارونو په مقابل کې رشوت ورکوي او اداري فساد لا هم د افغانانو لپاره ستره ستونزه ده. د یاد بنسټ غړو د فساد له منځه وړلو په هدف د صفر افغانۍ په نوم کمپاین پیل کړی او له دې لارې غواړي چې په دولتي ادارو کې شته فساد له منځه یوسي.دوی وايي، چې د یاد کمپاین له لارې غواړي نور د هغو کسانو مخه ونیسي چې قانوني کارونه د رشوت په بدل کې ترسره کوي. د فساد پر وړاندې د افغانانو همغږۍ بنسټ له حکومتي چارواکو غواړي، چې د فساد په برخه کې پر کړیو ژمنو عمل وکړي او د هغو کسانو مخه ونیسي، چې په پراخه کچه په اداري فساد کې لاس لري.