طالبانو ویلي دي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا یې په موقتي ډول د ځینو مشرانو نومونه د بندیزونو له تور لېسټه لرې کړي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد افغان اسلامي اژانس ته ویلي، چې امنیت شورا په قطر کې د طالبانو مذاکراتي ډلې ته ویلي دي چې نومونه یې له لېسټه ایستل شوي دي. مجاهد ویلي دي چې امنیت شورا دا اقدام له پنځو دایمي غړو سره تر مشورو وروسته کړی دی. نوموړي ویلي چې په لومړي سر کې بندیزونه یوازې د نهو میاشتو لپاره لرې شوي خو په وینا یې ښايي موده یې وغځول شي. امنیت شورا او افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.