د ټاکنو د څار بنسټونه د ولسي جرګې د وروستیو پایلو د نه اعلانېدو له امله اندېښنه څرګندوي او وايي، د ټاکنو کمېسیون باید د سولې د مشورتي لویې جرګې تر جوړېدو مخکې د پاتې ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي. د څار دغه بنسټونه د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د خلکو د هغو رښتینو استازو ګډون چې د پاکو رایو په وسیله ولسي جرګې ته بریالي شوي دي، حتمي او اړین بولي. په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ (فیفا) اجرایوي رییس محمد نعیم اصغري د یوې خبري ناستې پر مهال د ولسي جرګې د ټاکنو د وروستیو پایلو پر ځنډېدو نیوکه وکړه او ویې ویل، د ټاکنو خپواک کمېسیون باید د سولې د مشورتي لویې جرګې له جوړېدو مخکې د پاتې ولایتونو د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي. د ټاکنو کمېسیون د نوي مشرتابه پلاوي له کار وروسته د ننګرهار، بلخ، پکتیکا، غور، هرات، فراه، تخار او اهل هندوانو د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې دي.