پولیس د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د هوتخېلو په کلي کې د څو میله وسلو او نورو نظامي تجهیزاتو د ترلاسه کولو خبر ورکوي. د کورنیو چارو وزارت وزارت د ویاند دفتر سرپرست نصرت رحیمي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې د پولیسو د دغو عملیاتو پر مهال د کابل ښار د هوتخېلو په کلي کې څو میله وسلې او نظامي تجهیزات نیول شوي دي. د هغه په خبره، دغه وسلې او تجهیزات هغه وخت د کابل د امنیې قوماندانۍ پولیسو نیولي چې تېره ورځ ناوخته د یوه منظم کشفي او عملیاتي پلان له مخې د کابل ښار په هوتخېلو کلي کې یو شکمن کور تر څېړنې او تفتیش لاندې راغی. هغه زیاته کړه چې د دې څېړنې په پایله کې د کلاشینکوف د ۱۹۰۰ مرمیو په ګډون څو میله وسلې، ۲۱ د پیکا مرمۍ، د کلاشینکوف پرزې چې میل، لاندنی پوښ، قپاق، پستون، سرپوښ او د کلاشینکوف میکانیزه صندوق په کې شامل دي، کشف او ضبط کړې دي. رحیمي د نیولو شوو وسلو ډول نه دی مشخص کړی او په عین حال کې په دې اړه چې په دې تړاو څوک نیول شوي او کنه؟ څه نه دي ویلي.