د کابل – بامیان د لارې یو شمېر مسافر وايي، وسله والو طالبانو نن سهار د دغې لارې په اوږدو کې د پروان ولایت د سیاه ګرد او شینوارو ولسوالیو اړوند سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، چې له امله یې دا لویه لار د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده. د دغې لارې مسافر وايي، په دغه سیمه کې د جګړې د دوام له امله افغان ځواکونه د مسافرو موټرو ته د سیاه ګرد له بازار څخه د پروان ولایت مرکز چاریکارو ته د تیرېدو اجازه نه ورکوي. د سیاه ګرد ولسوالۍ امنیتي چارواکو هم د کابل – بامیانو د لارې په اوږدو کې د دغې ولسوالۍ د سرخي او بالا قلعه پر امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو بریدونه تایید کړي دي. د سیاه ګرد د ولسوالۍ امنیه قومندان حسین شاه مقصودي ویلي، چې پر دغو پوستو یې د وسله والو طالبانو بریدونه پر شا تمبولي دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر پاڼه ویلي، چې د دغې ډلې وسله والو د سیاه ګرد پر ولسوالۍ برید کړی او لا هم د دغې ولسوالۍ شاوخوا ته درنه جګړه روانه ده.