عامې روغتیا وزارت د سره صلیب پر کمېټې د طالبانو له ګواښ وروسته اندېښنه ښيي او وايي، په جنګ کې ښکېل اړخونه باید د خیریه موسسو د فعالیتونو خنډ نه شي. د دغه وزارت ویاند وحید مایار وايي، چې سره صلیب د افغانستان د عامې روغتیا همکاره موسسه ده او که فعالیتونه یې وځنډېږي، د ملکی کسانو درملنه به ستونزه منه شي. مایار په جنګ کې له ښکېلو اړخونو وغوښتل چې په هېواد کې د خیریه موسسو او په تېره د سره صلیب د کمېټې د فعالیتونو مخه ونه نیسي. د سره صلیب کمېټه له ډېرو کلونو راهیسې په افغانستان کې د جنګ د ټپیانو درملنه کوي او خوندي ځایونو ته یې لېږدوي. خو په دې وروستیو کې دغې کمېټې ویلي چې د طالبانو له ګواښ وروسته نه شي کولی چې خپلو فعالتیونو ته دوام ورکړي. دغه کمېټه سره له دې چې د خپلو فعالیتونو له ودرېدو خوښه نه ده، خو هیله ښيي چې د رامنځته شوې ستونزې حل ته دې ژر تر ژره د حل یوه لاره وموندل شي.