پرمختګ د بشري ټولنې یوه دایمي موضوع او د ټولو انسانانو لپاره ګډ ارزښت دی. د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر کې د نړیوال پرمختګ نوښت وړاندې کړی، چې د نړیوال پرمختګ د بیا ژوندي کولو لپاره يې چیني لایحه برابره کړې ده. د نړیوال پرمختګ نوښت له پیل راهیسې تل پرمختګ د نړیوالې اجنډا په مرکز کې ځای پر ځای کړی او د پرمختګ د موندلو او د سمسورتيا د هڅولو په اړه يې د بېلابېلو هېوادونو د خلکو ګډې هیلې ته ځواب ورکړی دی.
په تېرو ۵ کلونو کې، د چین وړاندیزونه پر نړیوالې اجماع او دغه راز د همکارۍ د مفکورې پر ګډو اقداماتو بدل شوي. دغه نوښت د ګډوډیو او بدلونونو په ډکې نړۍ کې د ګډ پرمختګ او سمسورتيا لپاره د پیاوړي ځواک په راټولولو کې په دوامداره توګه مرسته کړې ده.
په نننۍ نړۍ کې، ټېکنالوژیکي او صنعتي اصلاحات په چټکۍ سره روان دي، خو په عين وخت کې د نړیوال پرمختګ حیاتي ځواک کمزوری دی، د همکارۍ لیوالتیا کمېږي، د پرمختیایي او پرمختللو هېوادونو ترمنځ واټن پراخېږي او د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰ کال د دوامدار پرمختګ اجنډا د پام وړ وروسته پاتې ده.
نړيواله ټولنه به پر همکارۍ او ورخلاصون ټینګار وکړي او يا د ویش او ټکر په لور لاړ شي؟ د نړيوال پرمختګ د ننګونو پر وړاندې، د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر کې په رسمي توګه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۷۶مه غونډه کې د نړیوال پرمختګ نوښت وړاندې کړی. دا نوښت د انسانانو په پراخو ګټو تمرکز کوي، په دقيقه توګه د ۲۰۳۰ کال د دوامدار پرمختګ له اجنډا سره سمون لري او له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه کوي چې پر ۶ اصولو ټینګار وکري: پرمختګ ته دې لومړیتوب ورکړي، د خلکو پر مرکزیت دې ټول شموله او مساوي پرمختګ ډاډمن کړي، له نوښت څخه دې حياتي ځواک ومومي، د انسانیت او طبیعت ترمنځ همغږي دې وهڅوي، او د عمل پر بنسټ دې د نړۍ د پرمختګ لپاره د ګډ برخلیک ټولنې د ابادۍ لپاره ګډ کوښښ وکړي.
رئیس شي جین پینګ په تېرو ۵ کلونو کې په ژوره توګه د نړیوال پرمختګ د بیا احيا لپاره د چین وړاندیزونه بيان کړي او د نړیوال پرمختګ نوښت د پلي کولو لپاره یې د عملي اقداماتو لړۍ اعلان کړې ده.
رئیس شي جین پینګ د ۲۰۲۲ کال په جون کې د نړیوال پرمختګ په اړه د لوړې کچې ډیالوګ مشري وکړه، په څرګنده توګه یې وړاندیز وکړ چې په ګډه د پرمختګ یوه داسې نمونه رامنځته کړي چې ټول شموله، متوازنه، همغږې، همکاره او په متقابل ډول ګټوره وي او ګډې سوکالي ته وده ورکړي. رئیس شي جین پینګ د روان سپتمبر په پیل کې د شانګهای همکارۍ سازمان د ۲۰۲۶ کال په سرمشریزه کې وړاندیز کړی چې پرمختګ ته باید لومړیتوب ورکړو او د ګډې سوکالۍ د جوړولو لپاره دې هڅه وکړو.
اوس د نړیوال پرمختګ نوښت له ۱۳۰ څخه زیاتو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ملاتړ ترلاسه کړی او نږدې ۱۰۰ هېوادونو او نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو له چین سره همکاریز سندونه لاسلیک کړي دي. ۸۸ هېوادونو د نړیوال پرمختګ نوښت د ملګرو په ګروپ کې ګډون کړی، چې د نړیوال پرمختګ په هڅولو کې مهم ځواک ګرځېدلی دی.































