د ایران د فارس خبري اژانس د سپټمبر د ۱۱مې نېټې د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعيل بقايي په همدې ورځ اعلان کړی، چې د ایران او عراق په ګډون د فارس خلیج ساحلي هېوادونه به د سپټمبر په ۱۴مه نېټه په عمان کې یوه سیمه ییزه غونډه تر سره کړي، تر څو د هرمز تنګي د سوداګریز ټرانسپورټ د امنيتي مسير د جوړولو په اړه د نظريو تبادله وکړي.































