په دې وروستیو کې چين مېډيا ګروپ د اردن له پخواني لومړي وزیر عمر الرزاز سره ځانګړې مرکه کړې ده.
عمر الرزاز ویلي، چې څو ځله يې چین ته سفر کړی دی او د چین د پرمختګ په اړه یې له نږدې دقیقه کتنه کړې ده. د هغه په خبره، د چین هر اړخیز پرمختګ په رښتیا هم د ستاینې وړ دی، د کلتوري ساتنه او پرمختګ، ټېکنالوژیکي نوښت، مصنوعي ځیرکتیا او نورې برخې یې په همغږي سره پرمخ ځي.
هغه د چين د دولت رئيس شي جین پینګ لخوا وړاندې شوې څلور نړیوال نوښتونه ستایلي او ويلي يې دي، چې ولسمشر شي جین پینګ له لرلید او ژورې کتنې سره نړۍ ته د سولهییز ګډ ژوند لپاره لوری روښانه کړی دی او نړۍ داسې رهبرۍ ته اړتیا لري.































