د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ له اروپايي، شمالي امریکايي او نورو هېوادونو غوښتي چې په افغانستان کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي او د ا.ا له چارواکو سره تعامل وکړي. ایګلنډ له فرانسې خبري اژانس سره په خبرو کې ټینګار کړی چې د سفارتونو بېرته پرانیستل او له ا.ا سره تعامل د دغه نظام د رسمیت پېژندلو په معنا نه دی. نوموړي کابل او کندهار ته د ډیپلوماتانو د بېرته ستنېدو اړتیا مهمه بللې ده. هغه زیاته کړې، نړۍواله ټولنه باید د ښځو او نجونو د حقونو د تأمین غوښتنې ترڅنګ له هغوی سره عملي مرستې هم وکړي. هغه ویلي، په افغانستان کې بشري مرستندویه ادارې احساس کوي چې په دې برخه کې یوازې پرېښودل شوې دي.































