نړیوال روغتیايي سازمان وايي، په لیبیا کې د شپږ ورځنیو نښتو په پایله کې لږترلږه پنځوس کسان وژل شوي او ۲۶۶ تنه نور ټپیان شوي دي. د روغتیايي سازمان په راپور ویل شوي چې ډېرې نښتې پلازمېنې طرابلس ته نږدې شوي چې زرګونه کسان یې د کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش په لیبیا کې کې سمدستي د جګړو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې او دا جګړه یې خطرناکه بللې ده. د نوموړي په وینا، تر اوسه د دې فرصت او وخت شته چې دا جنګ ودرول شي. قوماندان حلیفه حفتر ته وفادارو ځواکونو تېره اوونۍ د طرابلس هوايي ډګر ته نږدې سخته جګړه پیل کړه.