ایران او متحده عربي اماراتو د منځني ختیځ د ترینګلتیاوو د کمولو په اړه د بریکس سازمان ګډه اعلامیه لاسلیک کړې ده. د رویټرز د راپور له مخې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په نوي ډیلي کې د بریکس غونډې په څنډه کې د ابوظبۍ له ولیعهد شیخ خالد بن محمد بن زاید آل نهیان سره هم لیدلي او د ترینګلتیاوو د کمولو، سیمهییز ثبات او پرمختګ په اړه یې خبرې کړې دي. د بریکس غړو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې په منځني ختیځ کې پر روانې جګړې اندېښنه څرګنده کړې او له ښکېلو لورو یې غوښتي چې له زغم کار واخلي، د ملکي وګړو او نړیوالې سوداګرۍ خوندیتوب ته پام وکړي او د هېوادونو ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی وکړي.































