په افغانستان کې د سرطان پر وړاندې د مبارزې بنسټ وايي، اوس مهال په هېواد کې لږ تر لږه یو نیم میلیون کسان پر سرطان اخته دي. دغه بنسټ د شنبې په ورځ، د وږي په ۲۱مه، ویلي چې په افغانستان کې هر کال شاوخوا ۵۰ زره نوې د سرطان پېښې ثبتېږي. د بنسټ په وینا، د سرطان پر ناروغۍ د اخته کسانو دغه شمېر د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو او د نړیوالو سازمانونو د راپورونو پر بنسټ چمتو شوی دی.































