د افغانستان او هند کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې شلاوریزو سیالیو لړۍ نن، یکشنبه د سپټمبر ۱۳مه، ماښام ۶ نیمې بجې په نوي ډیلي کې پیلېږي. دغه لوبلړۍ چې د افغانستان په کوربهتوب ترسره کیږي، دوه سیالي یې د سپټمبر په ۱۵مه او دریمه په ۱۷مه ترسره کېږي. د مالوماتو له مخې افغانستان کرکټ ملي لوبډله به له دې لړۍ وروسته له بنګلهدېش او زیمبابوې سره هم د کرکټ په بېلابېلو فارمټونو کې سیالۍ ترسره کړي.































