د کندوز امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت د علياباد ولسوالۍ په «جلوګیر» سیمه کې د یوه ۵۰۸ ډوله موټر د چپه کېدو له امله ۲۶ تنه ټپیان شوي دي. د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند جمعهالدین خاکسار ویلي، په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي او د درملنې لپاره روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي. خاکسار د پېښې لامل د موټرچلوونکي بېاحتیاطي بللې او ویلي یې دي چې د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی ده.































