د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روانې میاشتې په ۱۲مې نېټې وویل، چې امریکا د یمن له حوثي وسله والې ډلې سره ټیلېفوني خبرې کړې دي. ټرمپ وویل، حوثي ډلې امريکا ته په ټیلېفوني خبرو کې څرګنده کړه، چې هغوی نه غواړي له امریکا سره جګړه وکړي او نه هم غواړي امریکا په شخړه کې ښکېله شي.
حوثي ډلې تر اوسه د دې ټیلېفوني خبرو په اړه څه نه دي ويلي.
د حوثي ډلې وسله وال د سپټمبر په ۱۱مې نېټې د باب المندب تنګي پیرم ټاپو ته ورسېدل او د یمن په جنوب لوېديځ د ساحلي سیمو په لور روان دي. د سپټمبر په ۱۰مې نېټې راپورونه خپاره شوي، چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان دوه ځلې د امريکا له ولسمشر ټرمپ سره ټیلېفوني خبرې وکړې او غوښتنه يې ترې وکړه، چې پر حوثیانو بریدونو کې ورسره مرسته وکړي. خو امریکا د مستقیم پوځي اقدام له غوښتنې سره موافقه ونه کړه او یوازې یې له سعودي عربستان سره د استخباراتي معلوماتو شريکولو او د اهدافو مشخص کولو کې د مرستو نيت وښوده.































