د ننګرهار ولایت پر شیرزادو ولسوالۍ ډله ییز برید شوی او د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه پیل شوې ده. د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوږیاڼي وویل، چې دا برید تېر ماښام د اوه نیمو بجو په شاوخوا کې شوی دی. هغه زیاته کړه، چې پر ولسوالۍ د موټر په وسیله لومړی برید شوی او وروسته د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه پیل شوه. نوموړی وايي دواړو لوریو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمیره یې نه ده معلومه. یوې بلې امنیتي سرچینې ویلي، چې برید د دوو موټرو په وسیله شوی ، چې له امله یې د ولسوالۍ ودانۍ ړنګه شوې ده. سرچینې زیاته کړې، چې یو شمیر کسان د ودانۍ لاندې شوې دي. وسله والو طالبانو ددې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی، طالبانو پرون په ټول هېواد کې د الفتح په نوم عملیات پیل کړي دي.